د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردغان د امریکا هغه غوښتنه رد کړه چې په سوریه کې دې اوربند وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د واشنګټن پر بندیزونو سربېره به په سوریه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځ عملیات روان دي او روسیې ویلي چې دوی به د ترکیې او سوریې پوځونو ته د جګړې اجازه ورنه کړي.
بلخوا، ټاکل شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په همدې هدف ترکیې ته سفر وکړي.
ترکیې د کرد وسله والو پر وړاندې په سوریه کې عملیات پیل کړي، خو امریکا د دغو عملیاتو سخته مخالفه ده او په غبرګون کې یې تېره ورځ د ترکیې پر درېیو وزیرانو او دوو وزارتونو سخت بندیزونه ولګول.


