ads

په جنوب ختیځ زون کې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسولین وایي، په روان میلادي کال کې د هېواد په کچه په جنوب ختیځ زون کې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی. خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر د جنوب ختیځ زون هغه ولایتونه دي، چې نسبت تېرو کلونو ته پکې سږ کال د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 تله 1398
په جنوب ختیځ زون کې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی
د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسولین وایي، په روان میلادي کال کې د هېواد په کچه په جنوب ختیځ زون کې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.
خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر د جنوب ختیځ زون هغه ولایتونه دي، چې نسبت تېرو کلونو ته پکې سږ کال د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
په جنوب ختيځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول سیف الله حیات وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر دې دمه په دې زون کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي نېږدې ۳۰ پیښې ثبت شوي؛ چې د هېواد د نورو زونونو په پرتله ډېروالی څرګندوي.
د حیات په وینا اطلاعاتو ته نه لاس رسی، وژنې، فزیکي چلند، ګواښل او سپکاوی د تاوتریخوالي هغه موارد دي چې د خبریالانو پر وړاندې ترسره شوي دي.
حیات وایي، له خبریالانو سره د تاتریخوالي ‌ډيری موارد حکومتي مسولینو او کم شمېر یې زور واکو، وسله والو مخالفو ډلو، د رسنیو مالکینو او ناپژنده کسانو ته منسوب دي.
په خوست کې دوه تنه سیمه ییز خبریالان قابل نورهمکار او سیف الله ظاهر، چې د حکومتي مسولینو لوري ورسره ناسم چلند شوی، وايي: «د رسنیو د ارزښت او اطلاعاتو ته د لاس رسي له قانون څخه ناخبري د دې لامل کېږي چې د خبریالانو پروړاندې تاتریخوالی زور واخلي.
نه یوازې په جنوب ختيځ زون کې، بلکې په ټول هېواد کې خبریالان د وسله والو ډلو او زورواکو ترڅنګ افغان حکومت هم تورنوي، چې له یوې خوا خبریالانو ته په وخت معلومات نه ورکوي او له بلې خوا یې د دوی د ژوند خوندیتوب ته پام نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA