ads

په ارزګان کې سلکونه نالوستو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوه

که څه هم د ټول هېواد په کچه ډېری ځوانان له بې کارۍ سرټکوي او تل پر دولت نیوکې کوي، چې کاري فرصتونه یې نه دي ورته برابر کړي، خو په ارزګان ولایت کې بیا نالوستو ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او ډېری هغه یې د دولت له لوري په پلې کېدونکو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 تله 1398
په ارزګان کې سلکونه نالوستو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوه
په ارزګان کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شو

که څه هم د ټول هېواد په کچه ډېری ځوانان له بې کارۍ سرټکوي او تل پر دولت نیوکې کوي، چې کاري فرصتونه یې نه دي ورته برابر کړي، خو په ارزګان ولایت کې بیا نالوستو ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او ډېری هغه یې د دولت له لوري په پلې کېدونکو پرمختیايي پروژو کې په کار لګیا
د ترینکوټ هوايي میدان د ترمینل جوړېدو په پروژه کې شاوخوا ۳۰۰ تنه ارزګانیان په کار بوخت دي.
د ترينکوټ دوه تنه اوسيدونکي رحمت الله او بريالی هر سهار راځي، تر ماښامه کار کوي او د ورځې په پای کې ۲۵۰ افغانۍ روزانه ورکول کېږي.
يوازې دغه ترمينل نه دی چې ځوانان پکې په کار بوخت دي، بلکې د ترینکوټ ښار په یوه څنډه کې بیا سلګونه ځوانان د وچو مېوو په یو مارکېټ کې کار کوي او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، چې له ډلې يې ډېری ځوانان نالوستي دي.
د کارپوهانو په باور چې که په هېواد کې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، نو ډېری هغه به له ناوړه کړنو او جګړو راوګرځي او د جګړې ګراف به ورسره ټيټ شي.
د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد بیا زياتوي، چې يوازې په دې برخه کې يې ځوانانو ته د کار کولو زمينه نه ده برابره کړې، بلکې د دې ترڅنګ يې د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې هم ځوانان په کار بوخت ساتلي دي.
هغه وايي، هڅه کوي چې نور ځوانان هم په کار وګماري، تر څو په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ او ټولني لپاره کار وکړي.
د ارزګان د کار او ټولنيزو چارو رياست په وينا، په یاد ولایت کې شاخوا ۶۰ سلنه ځوانان بې روزګاره دي، چې له امله یې زيات شمېر په نشه يي توکو روږدي او يا يې هم د دولت پر وړاندې د وسله والو په ليکو کې وسله راپورته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA