د امو نهنګانو د كركټ لوبډلې لوبډلمشر شاه پور ځدراڼ د لوبې د فيس ۱۰۰ فيصده نغدي جريمه شو.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، ځدراڼ تېره ورځ د شپږيزې کرکټ ليګ د ۱۴مې لوبې د پاى په مراسمو کې د لوبې په ترڅ کې د لوبڅار پر پرېکړو نيوکه وکړه او د لوبې د اصولو خلاف څرګندونې يې وکړې، چې وروسته يې بيا خپله سرغړونه ومنله او له لوبڅارانو يې بښنه وغوښته.
سرچينه زياتوي، د کرکټ د جزا قانون د دوهمې درجې سرغړونې له كبله ځدراڼ د لوبې د فيس ۱۰۰ فيصده نغدي جريمه شو او د پرونۍ لوبې ټول فيس به ترې ګرځول کېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د بند امير ښامارانو كركټ لوبډله هم، چې د شپږيزه كركټ ليګ په سياليو كې لوبېږي، د لوبې په مهال د وخت ضايع كولو له كبله نغدي جريمه شوه او د سيالۍ ۲۰ فيصده فيس به د جريمې په توګه ورکوي.