امريکا په سوريه كې د تركيې د روانو عملياتو په غبرګون كې پرون ناوخته د ياد هېواد پر درېيو وزيرانو او دوو وزارتونو بنديزونه ولګول.
د امريکا د خزانې وزارت په بيانيه كې راغلي، چې دغه بنديزونه د ترکيې پر دفاع او انرژۍ وزارتونو او درېيو وزيرانو لګول شوي دي.
په بيانيه کې زياته شوې، چې د ترکيې حکومت په سوريه کې ملکي وګړي له ګواښ سره مخ کوي او په سيمه کې ناامني رامنځته کوي.
د امريکا د خزانې وزير سټيو منوچين خبريالانو ته ويلي، د متحدو ايالتونو نوي بنديزونه به د ترکيې اقتصاد له پښو وغورځوي.
بايد وويل شي، چې امريكا په سوريه كې د كرد وسله والو په ضد د تركيې د عملياتو، چې له تېرو څو ورځو راهيسې دوام لري، سخته مخالفه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ