د ارزګان والي ومنله، چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې ۸۰ امنیتي سرتیري طالبانو کلابند کړي دي.
د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، طالبانو د ارزګان پر ګېزاب ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ او دامنيتي ځواکونو د تکتيکي شاتګ له کبله يې ځينې پوستې هم ونیولې.
د ارزګان والي په دې اړه ډېر جزييات ور نه کړل؛ خو دايې وويل چې په تېرو پنځو ورځوکې د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۱۳ تنو ته رسېږي.
موږ هڅه وکړه، چې په ارزګان ولايت کې د کلابند شوو امنيتي سرتېرو د برخليک په تړاو د کورنيو چارو وزارت نظر هم وپوښتو؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شوو.
د ارزګان والي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ارزګان، سمنګان، دايکندي او خوست ولايتونو واليانو ترمنځ په جوړې شوې ګډې غونډې کې وکړې.
د خوست والي محمد حليم فدايي په دغه غونډه کې وويل، په خوست کې امنيتي ستونزې نشته، خو دغه ولايت د پرمختګ پر لور چټک ګامونه پورته کوي او د امنیتي ګواښونو مخه به ونیسي.
نوموړي زياته کړه، په خوست کې اداري اصلاحات را منځته شوي او د یاد ولایت په ریاست کې څلورو مېرمنو ته هم څوکۍ ور کړل شوې دي.
په همدې حال کې د دايکندي والي سيد انور رحمتي بيا وايي، سږکال په دايکندي کې امنيتي اندېښنې ډېرې وې؛ خو له دې سره سره وسله وال پر دې بريالي نشول چې په دغه ولايت کې ځانته د پښو ځای پيدا کړي.
رحمتي د دایکندي ولایت اوسني وضعيت ته اشاره وکړه او په هېله مندۍ سره يې وويل، په دايکندي کې د ځوانانو تر منځ د زده کړو په برخه کې يو سالمه او چټکه سيالي روانه ده.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ډېرو ولايتونوکې امنيتي ګواښونه شتون لري؛ خو دا ګواښونه يوازې د امنيتي سرخوږۍ تر کچې دي او تراوسه هېڅ داسې سيمه نشته چې په پشپړه توګه د افغان حکومت له ولکې وتلې وي.


