ads

پکتیکا کې له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په پکتیکا کې د پولیو واکسین په هره دوره کې پخوا هم سلګونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل او په تېرو پنځو میاشتو کې په زرګونه ماشومانو له واکسین څخه بي برخي شوي وو. د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر حکیم همت کلید ته وویل، د طالبانو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
پکتیکا کې له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په پکتیکا کې د پولیو واکسین په هره دوره کې پخوا هم سلګونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل او په تېرو پنځو میاشتو کې په زرګونه ماشومانو له واکسین څخه بي برخي شوي وو.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر حکیم همت کلید ته وویل، د طالبانو د ګواښونو له کبله په ټوله پکتیکا کې په تېرو پنځو میاشتو کې یو ماشوم ته هم واکسین نه دي ورکړل شوی.
دی زیاتوي، چې اوس له دې ډلي سره هوکړې ته رسیدلي او هغوی ورته اجازه ورکړې چې د پولیو ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین پلی کړي.
ډاکټر همت همدا شان وايي، لا هم د پکتیکا په برمل او ډيله ولسوالۍ کې ځيني کلسټرونه شته چې واکسین پکي نه تطبیق کېږې.
خو هغه هيله ښيي، چې دا ستونزه به ډېر ژر هواره او خلک به يي دې ته قانع شي چې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.
پر همدې مهال د پکتیکا ولایت د عامي روغتیا ریاست مسولین دا مهمه بولي، چې د پولیو کمپاین پیل او ټول ماشومان له دوو څاڅکو واکسین څخه برخمن شي.
هغوی څرګندوي، چې دې کمپاین ته له تېرو هغو سره په یو څه توپیر اجازه ورکړل شوې، پخوا به کور په کور خو اوس به په نېږدې روغتیايي مرکزونو کې پلی کېږې.
پکتیکا کې به د ډیلې او برمل ولسوالیو د یو زیات شمېر ماشومانو پرته د یادو درې ورځو په ترڅ کې له دوه سوه زرو څخه زیات ماشومان د پولیو دوه څاڅکي واکسین واخلي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA