ads

پنټاګون له ډیموکراټانو سره د ټرمپ په استیضاح کې مرسته کوي

پنټاګون له ډیموکراټانو سره د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په استیضاح کې مرسته کوي راپورنه وایي، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د کانګریس له ډیموکراټو غړو سره ژمنه کړې چې د ټرمپ په استیضاح کې به مرسته ورسره وکړي. نوموړي زیاته کړه، پنټاګون هڅه کوي چې له اوکراین سره د امریکا د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
پنټاګون له ډیموکراټانو سره د ټرمپ په استیضاح کې مرسته کوي
پنټاګون

پنټاګون له ډیموکراټانو سره د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په استیضاح کې مرسته کوي
راپورنه وایي، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د کانګریس له ډیموکراټو غړو سره ژمنه کړې چې د ټرمپ په استیضاح کې به مرسته ورسره وکړي.
نوموړي زیاته کړه، پنټاګون هڅه کوي چې له اوکراین سره د امریکا د هغو نظامي مرستو اسناد او شواهد وڅېړي چې د کانګریس د څېړنیزې کمېټې له لوري یې مخنیوی شوی دی.
نوموړی په داسې حال کې د ټرمپ د استیضاح په اړه له ډیموکراټانو سره د مرستې ژمنه کوي چې څو ورځې وړاندې سپنې مانۍ د اساسي قانون د ضد په دلیل له ډیموکراټانو سره د ټرمپ په استیضاح کې له مرستې ډډه کړې وه.
بلخوا، ټرمپ پخپلو ټویټري پیغامونو سره هڅه کوي عمومي افکار دې ته سوق کړي چې ډیموکراټان په پټه هڅه کوي نوموړی له واکه ګوښه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA