د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې درې توغندي لګېدلي دي.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۵ دقيقې درې توغندي د پارلمان له ودانۍ لرې لګېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.
هغه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې ياد توغندي له كومې سيمې توغول شوي دي.
كومې وسله والې ډلې تر دا مهاله د دغو توغنديو د توغولو مسووليت نه دى منلى.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هم دوه توغندي د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د دارالامان ماڼۍ شاته لګېدلي وو او ځاني زيان يې نه درلود.