ads

مرکزي سرور ته د بایومټریک معلوماتو د لېږد بهیر پیل شو

د ټاكنو خپلواك كمېسيون مركزي سرور ته په نوې بڼه د بايومټريك معلوماتو د لېږد بهير د پيلېدو خبر وركوي. ياد كمېسيون تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې مركزي سرور ته د بايومټريك معلوماتو د چټك لېږد بهير د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو له څارونكو سره په مشورې پيل شوى […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
مرکزي سرور ته د بایومټریک معلوماتو د لېږد بهیر پیل شو
ټاکنې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون مركزي سرور ته په نوې بڼه د بايومټريك معلوماتو د لېږد بهير د پيلېدو خبر وركوي.
ياد كمېسيون تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې مركزي سرور ته د بايومټريك معلوماتو د چټك لېږد بهير د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو له څارونكو سره په مشورې پيل شوى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، لومړى د درملوک کمپنۍ مسوولينو د دې تګلارې د پلي کولو په اړه حاضرينو ته معلومات ورکړل او وروسته يې د څارونکو په حضور کې د بايومټريک معلوماتو د لېږد پړاو پيل کړ.
د سرچينې په خبره، د دغې تګلارې پر بنسټ، اړوند كاركوونكي د څارونكو په شتون كې د بايومټريك دستګاوو حافظې اخلي او له کمپيوټرونو سره يې وصلوي، چې ورسره معلومات سيسټم ته انتقالېږي.
په ورته وخت كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون كمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي، د جمهوري رياست ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان به څو ورځې وځنډېږي او دوى نه شي كولى دا ملي پروسه د سرعت قرباني كړي.
په مهالوېش كې د ياد اعلان لپاره د روانې تلې مياشتې ۲۷مه نېټه ټاكل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA