ads

د غزني بایسکل چلوونکي ننګرهار ته د سولې له پیغام سره ورسېدل

له غزني ولایت څخه ۹ تنو بایسکل چلوونکو ورزشکارانو د سولې او ورورولۍ پيغام ننګرهار ته راوړ. بایسکل ځغلونکي ورزشکاران وایي، له غزني یې دا پيغام لومړی میدان وردګ، کابل بیا لغمان او اوس یې ننګرهار ته را ورساوه. دوی وایي، په شخصي لګښت یې څو ورځې وړاندې له غزني ولایت څخه سفر پيل کړ، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
د غزني بایسکل چلوونکي ننګرهار ته د سولې له پیغام سره ورسېدل
بایسکل چلوونکي

له غزني ولایت څخه ۹ تنو بایسکل چلوونکو ورزشکارانو د سولې او ورورولۍ پيغام ننګرهار ته راوړ.
بایسکل ځغلونکي ورزشکاران وایي، له غزني یې دا پيغام لومړی میدان وردګ، کابل بیا لغمان او اوس یې ننګرهار ته را ورساوه.
دوی وایي، په شخصي لګښت یې څو ورځې وړاندې له غزني ولایت څخه سفر پيل کړ، چې لومړی میدان وردګ بیا کابل او ورپسې لغمان او اوس ننګرهار ته راورسېدل.
دغې ورزشي ډلې ته په ننګرهار کې عامو وګړو او دولتي چارواکو تود هرکلی وکړ.
د دې ورزشي ډلې مشر سمیع الله له کلید سره په خبرو کې وویل، هدف یې ولایاتونو ته د سولې پيغام رسول او د خلکو ترمنځ د تربګنۍ له منځه وړل دي.
دغه بایسکل ځغلوونکي وایي، د دې سفر ټول لګښت دوی له خپل شخصي جېبه کړی او هېڅ دولتي کس ورسره مالي مرسته نه ده کړې.
بایسکل چلوونکي وایي، په پلان کې لري چې په راتلوونکې کې د سولې او دوستۍ په نوم د پیغام رسولو دا لړۍ بامیانو، مزار شریف او آن له هېواد بهر ځينوهېوادونو ته ورسوي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي، چې د دې ډلې هرکلي ته ولاړ وو، د دوی دا ډول پيغام لېږدونه ستایي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، په دې ډول له یوې سیمې بلې سیمې ته سفر کولو سره نه یوازې د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کېږي، بلکې د ځوانانو په فکري روزنه کې هم مهم رول لرلی شي.
دا لومړی ځل نه دی چې ورزشکاران د دغه ډول حرکتونو په وسیله خلکو ته د سولې پیغام لیږدوي له دې وړاندې هم د هیواد په یو شمیر سیمو کې ورزشکارانو د سولې د پیغام لیږدولو په موخه دا ډول پروګرامونه جوړ کړي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA