ads

خوستیان: د سولې په تړاو له شته فرصتونو دې ګټه واخیستل شي

په خوست کې یو شمېر روڼ اندي وایي، افغان حکومت دې د سولې په تړاو له شته فرصتونو ګټه واخلي، څو په دې هېواد کې روانه جګړه پای ومومي او خلک د ارام ژوند څښتن شي. د دوی په خبره وسله وال طالبان او په افغان جګړه کې ښکېل نړیوال اړخونه نور په مالي او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
خوستیان: د سولې په تړاو له شته فرصتونو دې ګټه واخیستل شي
خوستیان

په خوست کې یو شمېر روڼ اندي وایي، افغان حکومت دې د سولې په تړاو له شته فرصتونو ګټه واخلي، څو په دې هېواد کې روانه جګړه پای ومومي او خلک د ارام ژوند څښتن شي.
د دوی په خبره وسله وال طالبان او په افغان جګړه کې ښکېل نړیوال اړخونه نور په مالي او نظامي برخه کې دا توان نه لري، چې جګړې ته دوام ورکړي، نو اړتیا ده چې افغان حکومت د سولې د ټینګښت په برخه کې له شته فرصته ګټه پورته کړي.
د سولې او ټولنیز عدالت په نوم په یوه راټولېدنه کې د خوست روڼ اندو، د پوهنتون استادانو، مېرمنو او ځوانانو وویل، سوله د جګړې ځپلي ملت غوښتنه ده او افغان ملت ترهرڅه سولې ته لومړیتوب ورکوي.
په خوست کې د میدیوتیک افغانستان مسول او د سولې او ټولنیز عدالت په نوم د راټولېدنې تنظیموونکی سیف الله حیات وایي، هدف یې له یادې راټولېدنې دا و، څو په دغه ولایت کې ځوانان او مېرمنې وپوهول شي، چې د سولې او ټولنیز عدالت پروړاندې شته خنډونه او ننګوونې څه دي او په دې برخه کې د ځوانانو او مېرمنو رول په انفرادي او ټولیز ډول څه دی؟
د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت وایي، په جګړه کې ښکېل اړخونه، په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالات او وسله وال طالبان نور له جګړې ستړي شوي او په وینا یې له نظامي او مالي پلوه نور دا وس نه لري چې افغان جګړه اوږه کړي.
هغه وایي، له همدې موقع دې افغان دولت ګټه پورته کړي، د سولې د راوستو په پار دې یوه باصلاحیته کمېټه وټاکي، څو د سولې مذاکرات روان او شته ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي.
د خوست اوسېدونکې او فعاله پروانه ځلاند وایي، د سولې د راتلو په برخه کې نه یوازې نارینه، بلکې مېرمنې هم پوره رول درلودی شي، چې دا چاره په انفرادي او ټولیز ډول ښه پرمخ تلی شي.
عام باور دادی چې د هېواد په دننه کې یو شمېر کړۍ او ترڅنګ یې یو شمېر ګاونډي هېوادونه، چې د سولې په راتلو خپلې ګټې په خطرکې ویني، نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.
خو د خلکو په باور که چېرې افغان حکومت جمع نړیواله ټولنه په یادو کړیو او هېوادونو فشار راوړي او د سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، لېرې نه ده، چې افغانان به ژر د سولې مزه وڅکي او جګړه به پای ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA