ads

حمد الله محب: قانون باید پر ټولو یو ډول پلی شي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب په كابل ښار كې د پوليسو او د ولسي جرګې د ځينو غړو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې په اړه له يو شمېر وكيلانو او د كورنيو چارو وزارت له رهبرۍ سره په جلا توګه وكتل. د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
حمد الله محب: قانون باید پر ټولو یو ډول پلی شي
حمد الله محب او د ولیسي جرګې غړي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب په كابل ښار كې د پوليسو او د ولسي جرګې د ځينو غړو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې په اړه له يو شمېر وكيلانو او د كورنيو چارو وزارت له رهبرۍ سره په جلا توګه وكتل.
د ملي امنيت شورا دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب په دې ليدنو كې ټينګار وكړ، چې هېڅوک د چا د سپکاوي حق نه لري او پوليس مکلف دي قانون پر ټولو يو ډول پلى کړي.
د هغه په وينا، د ولسي جرګې غړي قانون جوړوونكي دي او ټول يې درناوى كوي، نو دوى له نورو د قانون په ارزښت ښه پوهېږي او په عملي كولو كې دې يې مرسته وكړي.
د ملي امنيت سلاكار د كورنيو چارو له سرپرست وزير محمد مسعود اندرابي او د ياد وزارت له ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات سره د ليدنې په مهال له هغوى وغوښتل، امنيتي منسوبين دې متوجه کړي، چې د ستونزې د ايجاد په وخت له نرمښت او سم چلنده کار واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د شنبې په شپه د كابل ګمرك ته نېږدې د ولسي جرګې د ځينو غړو ساتونكو له پوليسو سره شخړه وكړه، چې له كبله يې وكيلانو بېړنۍ غونډه جوړه كړه او له دندې د كورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات د ګوښه كولو غوښتونكي شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA