ads

افغان پسټ: د بودجې کمښت مو خدمتونه له خنډ سره مخ کړل

د افغان پست اداره وايي، د بودجې د کمښت له کبله د پستي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی. د افغان پست ادارې مشر احمد وحيد ويس دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د پستي خدمتونو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې. د اکتوبر نهمه نېټه په ټوله نړۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
افغان پسټ: د بودجې کمښت مو خدمتونه له خنډ سره مخ کړل
افغان پسټ

د افغان پست اداره وايي، د بودجې د کمښت له کبله د پستي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.
د افغان پست ادارې مشر احمد وحيد ويس دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د پستي خدمتونو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د اکتوبر نهمه نېټه په ټوله نړۍ کې د پستي خدمتونو له نړيوالې ورځې سره سمون لري؛ خو په افغانستان کې د پستي خدمتونو اړخ خورا کمزوری بریښي.
ښاغلي ويس په دغه غونډه کې وويل، په ټول هېواد کې د ۴۶۳ پستي خونو له لاري په نورماله ډول خپل فعاليتونه ترسره کوي؛ خو ټيڼګار يې وکړ چې د پستي خدمتونو د لا غوړېدا لپاره بايد دغه اداره خپلواکه شي.
د افغان پست اداره کابو يوه نېمه پېړۍ مخینه لري، چې په ورستيوکې د پستي خدمتونو د پراختيا او مډرن سازۍ په هدف د دغې ادارې او ايروپارسل خصوصي پستي شرکت ترمنځ د همکاريو هوکړه هم شوې وه.
د افغان پست د تنظيم ادارې يا اپرا مرستيال صمد مصلح وايي، د پستي خدمتونو په برخه کې پر ګډ کار وتوانېدل چې يوځل بيا د پستي خدمتونو برخه تازه شي.
نوموړي وويل، په افغانستان کې د پستي خدمتونو برخه کمزورې نه ده او يوازې په دغه برخه کې عامه پوهاوی نه دی شوي.
بل پلو په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي غلام سرور سادات په دغه غونډه کې تندې نېوکې وکړې، چې ګواکي د تکنالوژۍ وزارت او د افغان پست ادارې په افغانستان کې د پستي خدمتونو لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
نوموړي په ژړغوني غږ وويل، د وطن لپاره هم کار پکار دی.
په افغانستان کې د پستي خدمتونو ورځ پر داسې مهال لمانځل کېږي، چې په ورستيو کلونوکې د تکنالوژۍ له پرمختګ سره د پستي خدمتونو اړخ کمزوری بريښي.
د افغان پست ادارې مسوولين وايي، تر دې وړاندې د افغانستان د دولت په کچه د پستي خدمتونو برخه هېره شوې وه؛ خو په ۹۷ کال کې جمهور رییس غني دې برخې ته پام کړی او لازمه بودجه يې ورته ځانګړې کړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA