د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين وايي، هېواد يې كولى شي د خليج سيمې د تاوتريخوالي په كمولو كې مثبت رول ولوبوي.
د نوموړي دا خبره، چې له څو عربي رسنيو سره يې په ګډه مركه كې كړې، تېره ورځ سعودي عربستان ته د هغه تر سفر وړاندې خپره شوې ده.
پوتين نن سعودي عربستان ته ځي او دا دغه هېواد ته په څه باندې يوه لسيزه كې د روسيې د جمهور رئيس لومړى سفر دى.
ده د روسيې په ساحلي ښار سوچي كې عربي خبريالانو ته د مسكو او رياض د اړيكو په تړاو ويلي، چې دوى سعودي عربستان ته د يوه دوست هېواد په سترګه ګوري او نېږدې په ټولو برخو كې يې ورسره خپلو اړيكو ته پراختيا وركړې ده.
پوتين له ايران سره د سعودي عربستان وروستي كړكېچ ته په اشارې زياته كړې، په دې اړه كره معلومات نه لري، چې په تېره سپټمبر مياشت كې د ياد هېواد د تېلو پر تاسيساتو د بريدونو تر شا د چا لاس دى.
كه څه هم د يمن حوثيانو د دې بريدونو مسووليت منلى، خو رياض او واشنګټن يې د ايران كار بولي.


