ads

شپږیزه کرکټ لیک: میس عینک لوبډلې امونهنګانو ته ماتې ورکړه

د شپږیزې کرکټ لیک د لوبو په دوام نن یو ځل بیا میس عینک لوبډلې د امونهنګانو لوبډلې ته په درېیو منډو ماتې ورکړه. د دغې لوبې پچه د میس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. مس عینګ اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو ۱۶۲ منډې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1398
شپږیزه کرکټ لیک: میس عینک لوبډلې امونهنګانو ته ماتې ورکړه
شپږیزه کرکټ لیګ

د شپږیزې کرکټ لیک د لوبو په دوام نن یو ځل بیا میس عینک لوبډلې د امونهنګانو لوبډلې ته په درېیو منډو ماتې ورکړه.
د دغې لوبې پچه د میس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
مس عینګ اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو ۱۶۲ منډې وکړې، چې له ډلې یې نور علي ځدران ۷۳ او محمد نبي ۴۸ منډې ترسره کړې.
امونهنګانو لوبډله ونه توانېده چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره کړي او یوازې یې ۱۵۹ منډې وکړې.
د امونهنګانو په لوبډله کې ابراهیم ځدران ۶۹، منیر احمد ۴۵ منډې وکړې او شاپور ځدران غوره توپ اچونه وکړه، چې څلور لوبغاړي یې وسوزول.
نور علي ځدران د ۷۳ منډو په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادولو وړ ده چې همدا اوس د پاراګان بندامیر ښاماران او عارف عظیم بوست ساتونکو لوبډلو تر منځ لوبه دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA