ads

په کابل کې د میدان وردک ولایت د جغتو ولسوال ووژل شو

د دولت وسله والو مخالفينو په كابل ښار كې د ميدان وردګ د جغتو ولسوال راز محمد وزيري وژلى دى. د دغه ولايت د والي وياند محب الله شريف زي كليد ته وويل، دا پېښه تېر مازديګر د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده. د نوموړي په خبره، وزيري […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
په کابل کې د میدان وردک ولایت د جغتو ولسوال ووژل شو
د میدان وردک د جغتو ولسوال

د دولت وسله والو مخالفينو په كابل ښار كې د ميدان وردګ د جغتو ولسوال راز محمد وزيري وژلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند محب الله شريف زي كليد ته وويل، دا پېښه تېر مازديګر د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، وزيري د ولسوالانو ۱۰ ورځني ورکشاپ ته معرفى شوى و.
شريف زي زياته كړه، د جغتو ولسوال فعال شخص و او له خلكو سره يې ښې اړيكې درلودې.
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې وزيري يې د كابل ښار په كوټه سنګي سيمه كې ترور كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA