ads

په نیویارک کې د ډزو له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د امريكا په نيويارك ايالت كې په يوه قمار خونه كې د ډزو له كبله څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د نيويارك په بروكلين سيمه كې رامنځته شوې ده. د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى. د پېښې علت تراوسه څرګند نه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
په نیویارک کې د ډزو له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
شیکاګو

د امريكا په نيويارك ايالت كې په يوه قمار خونه كې د ډزو له كبله څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دا پېښه د شنبې په ورځ د نيويارك په بروكلين سيمه كې رامنځته شوې ده.
د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د پېښې علت تراوسه څرګند نه دى او په تړاو يې څوك نيول شوي هم نه دي.
بلخوا، راپورنه وایي، د شیکاګو په شمال کې د ډزو په پېښه کې څلور کسان وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د شیکاګو ښار د اروینګ پارک په سیمه کې رامنځته شوې او د پېښې د ټپي شوي تن روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
څه موده وړاندې د امريكا د ټکزاس ايالت په ايل پاسو ښار کې د والمارټ په پلورنځي کې هم د ډزو له كبله ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي وو.
كه څه هم په امريكا كې د نړۍ د نفوس شاوخوا پنځه فيصده وګړي ژوند كوي، خو د نړۍ نېږدې ۳۱ فيصده ورته پېښې هلته رامنځته كېږي، چې كارپوهان يې اصلي علت د وسلو د لېږد ازادي بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA