ads

په خوست کې ۱۳ کړۍ ماینونه شنډ شول

د خوست امنیتي چارواکي وایي، نن سهار یې د خوست مرکز اړوند لکڼو سیمه کې په یوځای ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او له منځه یووړل. د خوست د امنیت امر نجیب الله عیني وایي، یاد ماینونه د لکڼو موریخېلو سیمه کې د ویالې پرغاړې اېښودل شوي وو، چې د مربوطه حوزې پولیسو له لوري د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
په خوست کې ۱۳ کړۍ ماینونه شنډ شول
په خوست ولایت کې نیول شوي ماینونه

د خوست امنیتي چارواکي وایي، نن سهار یې د خوست مرکز اړوند لکڼو سیمه کې په یوځای ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او له منځه یووړل.
د خوست د امنیت امر نجیب الله عیني وایي، یاد ماینونه د لکڼو موریخېلو سیمه کې د ویالې پرغاړې اېښودل شوي وو، چې د مربوطه حوزې پولیسو له لوري د دقیقې اطلاع پر اساس کشف او چاودنه ورکړل شوه.
د عیني په خبره، چې د کشف شوو ماینونو په تړاو یې تردې دمه څوک نه دي نیولي، خو وایي چې په سیمه کې د پولیسو پلټنې روانې دي.
مسولین دا کار د طالب وسله والو بولي، خو هغوی په دې هکله تردې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA