د پاكستان لومړى وزير عمران خان نن په يوه رسمي سفر ايران ته لاړ.
له نوموړي سره په دغه سفر کې د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او ځينې نور چارواكي هم شامل دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ايران ته د عمران خان د سفر هدف په سيمه کې د سولې او امنيت ټينګښت دى او پر ځينو نورو مسايلو خبرې اترې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د پاكستان لومړى وزير به له لوړپوړو ايراني چارواكو سره وګوري.
دا په روان ميلادي کال كې ايران ته د عمران خان دوهم رسمي سفر دى.