ads

د کونړ د برېښنا کوټ د رغېدو چارې لاهم نیمګړې دي

دهېواد په کچه د برېښنا د ستونزې د حل ژمنې ډېرې دي، خو چارواکو یې اړتیا ته په کتو عملي ګامونه نه دي پورته کړي. په ختیځ کې د کونړ ولایت پر برېښنا کوټ دوه کاله کېږي چې کار روان دی، خولایې هم چارې نیمګړې دي. د دغه ولایت اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چې، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
د کونړ د برېښنا کوټ د رغېدو چارې لاهم نیمګړې دي
د کونړ برېښنا بند

دهېواد په کچه د برېښنا د ستونزې د حل ژمنې ډېرې دي، خو چارواکو یې اړتیا ته په کتو عملي ګامونه نه دي پورته کړي.
په ختیځ کې د کونړ ولایت پر برېښنا کوټ دوه کاله کېږي چې کار روان دی، خولایې هم چارې نیمګړې دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چې، د چارواکو د نه پاملرنې له کبله د دې برېښنا کوټ د جوړیدو چارې اوږدې شوې.
د کونړ پر کوچني سیند د مناګي برېښناکوټ د جوړېدو له ټاکلې مودې دوه کاله تېریږي، خو چارې یې لاهم نه دي بشپړې شوې.
کونړیان د دغه برېښنا کوټ پر خپل وخت د نه جوړېدو لامل د چارواکو غفلت یادوي.
دوی وايي، د دې برېښنا کوټ مشرانو په بېلابېلو دسیسو د دولت څارونکي نه پرېښودل چې له چارو یې څارنه وکړي او همدا لامل وو چې تر پایه یې کارونه په غولونکي ډول مخته تلل او تراوسه یې چارې پاتې دي.
د دې برېښنا کوټ د جوړېدو تړون په یاد ولایت کې له یوه خصوصي شرکت سره شوی.
د دغه شرکت مسولین وایي، د قرارداد له مخې او د برېښنا کوټ په جوړېدو سره به د کونړ خلکو ته ډېر ونډه پکې ورکړي.
د دې شرکت یو کارکوونکی ذاکرالله وایي، دا برېښنا کوټ له جوړېدو وروسته به ۳۵۰ کورنیو ته برېښنا ورکړي.
د کونړ چارواکي هم په دې برخه کې هغه شرکت، چې قرارداد ورسره شوی، ګرم بولي.
د کونړ مرستال والي ګل محمد بیدار وایي، د دې پروژې او شرکت د کمزوري مدیریت له کبله د دې برېښنا کوټ چارې وځنډېدلې.
د دغه برېښنا کوټ د جوړېدو چارې نېږدې شپږ کاله وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري پيل شوې.
ټاکل شوې وه چې د برېښنا کوټ چارې په ۴ کلونو کې بشپړې شي، خو د ټاکلې مودې یې دوه کاله ټېرې، لاهم د دغه برېښنا کوټ چارې نیمګړې دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA