ads

د سولې شورا غړي: د افغان سولې مخکنی بهیر رڼ نه و

د سولې عالي شورا لوړپوړي چارواکي د افغان سولې پر رونټيا ټيڼګار کوي او وايي، د زلمي خليلزاد په مشرۍ د افغان سولې مخکنی بهير شفاف نه و. دغه څرګندونې د سولې عالي شورا مرستيالې حبيبې سرابي د يکشنبې په ورځ په کابل کې د افغان سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې. دغه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
د سولې شورا غړي: د افغان سولې مخکنی بهیر رڼ نه و
د سولې شورا غړي

د سولې عالي شورا لوړپوړي چارواکي د افغان سولې پر رونټيا ټيڼګار کوي او وايي، د زلمي خليلزاد په مشرۍ د افغان سولې مخکنی بهير شفاف نه و.
دغه څرګندونې د سولې عالي شورا مرستيالې حبيبې سرابي د يکشنبې په ورځ په کابل کې د افغان سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
دغه غونډه د افغان مېرمنو لخوا جوړه شوې وه او په ترڅ کې يې د افغانستان د سولې په اړه د يوې ټولپوښتنې پايلې له رسنيو سره شريکې شوې.
د افغان مېرمنو د خبرپاڼې مسووله حميرا ثاقب وايي، په دغه ټولپوښتنه کې ۴۰۰ افغان وګړي د سولې په اړه پوښتل شوي دي.
د اغلې ثاقب په وينا، د دغې ټولپوښتنې پايلې په ډاګه کوي، چې د حکومت په کچه د افغان سولې په اړه جدي او سياسي اراده موجوده نه ده.
نوموړې وويل، د افغان سولې بهير په پېچلي ډول مخته روان دی او د سولې عالي شورا هم يو کارنده ستراتيژي نه لري.
په ورته وخت کې سناتورې ګلالۍ اکبري بيا وايي، حکومت بايد د سولې پر وړاندې دقيق او حساب شوي ګامونه پورته کړي.
دغې سناتورې وويل، هغه سوله دوی ته د منلو وړ نه ده چې کلي يې د پرديو په لاس کې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا جمهور رييس ډوڼالډ ټرامپ په خپل يو تازه ټويټ کې ليکلي «د امریکا نه ختمېدونکې جګړې باید پای ومومي”.
ټرامپ له طالبانو سره د سولې د خبرو د بيا پيل په اړه کومه اشاره نه ده کړې؛ خو ويلي یې دي، له افغانستان څخه به خپل پوځيان وباسي.
افغان حکومت د ډونالډ ټرامپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې بيا وايي،اوس يې وخت نه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA