ads

ترکي ځواکونو د سوریې راس العین ښار ونیو

د سوريې په شمال كې د كرد ځواكونو په ضد د سولې چينې په نوم د تركيې د عملياتو نن پنځمه ورځ ده او تركي ځواكونو تازه د سوريې سرحدي ښار راس العين نيولى دى. ملګري ملتونه وايي، په سوريه كې د تركيې د عملياتو له پيل راهيسې له ۱۰۰ زرو زياتو كسانو خپلې سيمې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
ترکي ځواکونو د سوریې راس العین ښار ونیو
ترکي ځواکونه

د سوريې په شمال كې د كرد ځواكونو په ضد د سولې چينې په نوم د تركيې د عملياتو نن پنځمه ورځ ده او تركي ځواكونو تازه د سوريې سرحدي ښار راس العين نيولى دى.
ملګري ملتونه وايي، په سوريه كې د تركيې د عملياتو له پيل راهيسې له ۱۰۰ زرو زياتو كسانو خپلې سيمې پرېښې دي.
كه څه هم په نړيواله كچه پر يادو عملياتو زياتې نيوكې شوي، خو تركيه يې پر دوام ټينګار كوي.
د فرانسې، جرمني او هالنډ په ګډون يو شمېر هېوادونو له تركيې د دغو عملياتو د درولو غوښتنه كړې ده.
په ورته وخت كې جرمني تركيې ته د وسلو پر لېږد بنديز لګولى او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس ويلي، چې په تركيې د وسلو پلورلو تړون به ونه غځول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA