ads

پکتیکا کې اوس هم له ۱۰۰۰ ډېر ښوونکي قرارداديان دي

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسولینو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې اوس هم نېږدې دولس سوه ښوونکي قراردادیان دي. په هېواد کې هر کال په زرګونه کسان لوړې زده کړې پای ته رسوي او ډېری هغه يې په کلونو کلونو بې روزګاره وي، خو د پکتیکا پوهنې ریاست لا هم د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
پکتیکا کې اوس هم له ۱۰۰۰ ډېر ښوونکي قرارداديان دي
د پکتیکا قراردادي ښوونکي

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسولینو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې اوس هم نېږدې دولس سوه ښوونکي قراردادیان دي.
په هېواد کې هر کال په زرګونه کسان لوړې زده کړې پای ته رسوي او ډېری هغه يې په کلونو کلونو بې روزګاره وي، خو د پکتیکا پوهنې ریاست لا هم د مسلکي کسانو په ګمارنې کې پاتې راغلی او ډېر شمېر قراردادي ښوونکي اوس هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.
د پکتیکا د پوهنې سرپرست رییس محمد نسیم واجد د دغه ولایت د ۲۵۱ ښوونکو لپاره د درې ورځني ورکشاپ د پیل پر مهال وویل، په ډيری ولسوالیو کې يې د قراردادي ښوونکو پر ځای رسمي ښوونکي پر دندو ګمارلي او د پاتې نورو لپاره يې کار روان دی.
هغه وویل، پوهنې ریاست د زده کړې کیفیت د ښه والي لپاره ژمن دی او د ښوونکو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړول به تدریسي چارې ښې او د زده کړې بهیر به ورسره پیاوړی شي.
د پکتیکا ښوونکو لپاره دغه ورکشاپ د یونیسف موسیسې په مالي مرسته جوړ شوی دی.
د دې ادارې ولایتي مسول عیسي خان زرمتي له کلید سره په خبرو کې وویل، وړاندې تر دې يي هم د ښوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول ورکشاپونه جوړ کړي او لا هم دوام ورکوي.
دی وايي، دغه ورکشاپونه د ښوونکو لپاره خورا مهم دي او په وینا يي د زده کړې بهیر ورسره غښتلی کېږې.
پر همدې مهال د پکتیکا له خیرکوټ او یوسف خېل ولسوالیو څخه دوه ګډون کوونکي ښوونکي وايي، یاد ورکشاپونه به له دوی سره په ورځني تدریس کې لویه همکاري وکړي.
هغوی څرګندوي چې وړاندې د داسې ورکشاپونو په ترلاسه کولو سره د زده کړې په بهیر کې جوت بدلون لیدل شوی او د ښوونکو ظرفیت ورسره لوړ شوی دی.
پکتیکا کې نېږدې څلور زره ښوونکي په بېلابېلو ښوونځيو کې دندې پر مخ وړي، چې کله نا کله د دوی پر مسلکیتوب نیوکه کېږې او ویل کېږې چې د زده کړې بهیر د ټیټوالي لامل تر ډېره د ښوونکو کمه تجربه او د لوړو زده کړو نه درلودل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA