د ارزګان د ولايتي شورا استازي په دغه ولايت کې پر کمزوري رهبرۍ نيوکه کوي او له مرکزي حکومت څخه غواړي، چې د دغه ولایت ولایتي چارواکي دې بدل شي.
د ولايتي شورا مسوولين وايي، په ارزګان کې په تېرو جمهوري ریاست ټاکنو کې د خلکو د کم رنګه ګډون لوی لامل ولايتي چارواکي وو.
د ولايتي شورا مرستیال محمد کريم کريمي تېره ورځ د يوې غونډې پر مهال په دغه ولايت کې د شته ناخوالو يو لوی لامل د ارزګان ولايتي چارواکي وبلل.
محمد کريم کريمي د ارزګان والي ته په اشارې سره وویل، چې په تېرو جمهوري ریاست ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون د حکومت او ملت تر منځ رامنځته شوی واټن و.
هغه پر ولايتي ادارې نيوکه وکړه، چې د شخصي ګټو ساتلو لپاره يې ملت له ځان څخه لېرې کړی دی.
د ولايتي شورا مرستیال وايي، ارزګان ته دې د فراه ولايت په څېر پاملرنه وشي او د ولايت رهبري دې د یاد ولایت غوره استعدادونو ته په واک کې ورکړي.
نوموړی وايي، د ولايت مقام لخوا د بیان پر ازادۍ هم مهر وهل شوی او هغه کسان، چې د فساد پر وړاندې غږ پورته کوي، ولايتي چارواکي ورته په يو او بل نوم دوسيه جوړوي او څارنوالۍ ته يې ورپېژني.
محمد کريم کريمي له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې د ارزګان په اوسنۍ رهبرۍ کې دې ژور بدلون راوستل شي، څو د ملت او حکومت ترمنځ رامنځته شوی واټن له منځه ولاړ شي.
په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولايت مرستيال والي سيدمحمد سعادت ناصري هم ګډون کړي و، خو د ولايتي شورا د مرستیال د یادو تورونو پر وړاندې یې کوم غبرګون ونه ښود.
هڅه مو وکړه د ولایتي شورا له لوري د دغه ولایت پر رهبرۍ پوري شوي تورونه له ولایت مقام سره شریک کړو، خو له ټولو هڅو سره د هغوی په نظر اخیستلو ونه توانېدو.
تر دې وړاندې هم د ارزګان د ولايتي شورا استازو په دغه ولايت کې په شته رهبرۍ سختې نيوکې کړې وې او ويلي یې و، چې د ارزګان ولايت د مرکزي حکومت له لوري يو چاته په تحفه کې ورکړل شوی، چې په ښکاره ډول یې اشاره حزب اسلامي ته وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


