ads

د بند امیر ښارمارانو کرکټ لوبډله نغدي جریمه شوه

د بند امير ښامارانو كركټ لوبډله، چې د شپږيزه كركټ ليګ په سياليو كې لوبېږي، د لوبې په مهال د وخت ضايع كولو له كبله نغدي جريمه شوه. د افغانستان كركټ بورډ وايي، تېره ورځ د شپږيزه کرکټ ليګ په ۱۱مه لوبه کې د بند امير ښامارانو لوبډلې له سپين غر زمريانو لوبډلې سره د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1398
د بند امیر ښارمارانو کرکټ لوبډله نغدي جریمه شوه

د بند امير ښامارانو كركټ لوبډله، چې د شپږيزه كركټ ليګ په سياليو كې لوبېږي، د لوبې په مهال د وخت ضايع كولو له كبله نغدي جريمه شوه.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، تېره ورځ د شپږيزه کرکټ ليګ په ۱۱مه لوبه کې د بند امير ښامارانو لوبډلې له سپين غر زمريانو لوبډلې سره د لوبې په مهال په خپله توپ اچونه کې اته دقيقې وخت ضايع کړى دى.
لوبڅار هميم تلوار ويلي، د بند امير ښامارانو لوبډلې ونه کړاى شول، چې په ټاكل شوي وخت كې ۲۰ اورونه وکړي، نو د اتو دقيقو وخت د ضايع کولو له وجې به د پرونۍ لوبې ۱۱ کسيزه لوبډله د سيالۍ ۲۰ فيصده فيس د جريمې په توګه ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې به په دې ډول حالت کې يوازې لوبډلمشر جريمه کېده، خو د کرکټ نړيوالې شورا دا پرېکړه بدله کړې او په جريمه كې يې ټول لوبغاړي شامل کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA