ads

په سرپل كې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د كورنيو چارو وزارت په سرپل كې د يوه سرګروپ په ګډون د دوو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د سرپل د امنيه قوماندانۍ پوليسو د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د ګوسفندي ولسوالۍ په الغن كلي كې له طالبانو سره جګړه وكړه. د […]

نویسنده: hewadpal
20 تله 1398
په سرپل كې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د كورنيو چارو وزارت په سرپل كې د يوه سرګروپ په ګډون د دوو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د سرپل د امنيه قوماندانۍ پوليسو د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د ګوسفندي ولسوالۍ په الغن كلي كې له طالبانو سره جګړه وكړه.
د سرچينې په وينا، په دې جګړه كې د يوه سرګروپ په ګډون دوه طالبان وژل شوي او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA