د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې هغه څلور وسله وال طالبان نيولي، چې تېره اونۍ يې د پروان په سالنګ ولسوالۍ كې د برېښنا يوه پايه والوځوله.
د ياد رياست له لوري تېر ماښام كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان د سالنګ ولسوالۍ په اهنګرانو كلي كې نيول شوي دي.
د سرچينې په خبره، نيول شوو طالبانو اعتراف كړى، چې څه موده وړاندې يې د برېښنا شركت له رئيس سره اړيكه ونيوله او خبردارى يې وركړ، كه ۱۰۰ زره امريكايي ډالره ور نه كړي، د برېښنا پايې به والوځوي، خو په وينا يې، د برېښنا شركت رئيس ورته منفي ځواب وركړ.
په خبرپاڼه كې د نيول شوو كسانو نومونه دل اغا، فدا محمد حيران، محمد شفيع او اغا شيرين ښودل شوي، چې له تېرې غبرګولي مياشتې راهيسې يې د پروان د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو كې د برېښنا درې پايې الوځولې دي.