ads

د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني سکرتر جنرال پنځه كلن بنديز لګېدلى

د فوټبال نړيوال فدراسيون د پنځو كلونو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني سکرتر جنرال سيد علي رضا اقازاده د فوټبال فعاليتونو بنديز لګولى او لس زره ډالره يې نغدي جريمه كړى هم دى. د فيفا په خبرپاڼه كې راغلي، چې پر اقازاده د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډلې د غړو د […]

نویسنده: hewadpal
20 تله 1398
د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني سکرتر جنرال پنځه كلن بنديز لګېدلى

د فوټبال نړيوال فدراسيون د پنځو كلونو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر پخواني سکرتر جنرال سيد علي رضا اقازاده د فوټبال فعاليتونو بنديز لګولى او لس زره ډالره يې نغدي جريمه كړى هم دى.
د فيفا په خبرپاڼه كې راغلي، چې پر اقازاده د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډلې د غړو د جنسي ځورونې په مخنيوي کې د ناکامۍ له کبله بنديز ولګول شو.
د فوټبال د نړيوال فدراسيون په خبرپاڼه کې ويل شوي، نوموړى د خپلې سكرتر جنرالۍ په مهال خبر و، چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون پخوانى رئيس کرام الدين کريم له فوټبالرو نجونو سره جنسي زور زياتى كوي، خو ده يې په وړاندې خاموشي اختيار کړې وه.
د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې غړو ادعا کړې وه، چې كريم د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ ميلادي کلونو ترمنځ په مکرر ډول جنسي ځورولې دي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون تر يادې ادعا وروسته کريم نغدي جريمه او د ټول عمر لپاره له فوټباله منع کړ.
اقازاده بيا تر دې مخكې د هېواد لويې څارنوالۍ ممنوع الخروج اعلان کړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA