د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د كندوز دشت ارچي ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتونه پاكه شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په كندوز كې د امنيتي او دفاعي ځواكونو د تهاجمي عملياتو په دوام نن سهار شاوخوا يوه بجه او ۳۰ دقيقې د دشت ارچي ولسوالۍ د مركز شاوخوا او نورې سيمې د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاكې شوې.
د سرچينې په خبره، د يادو عملياتو په ترڅ كې د طالبانو لوى پټنځايونه له منځه وړل شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو مياشتو كې د غزني، بدخشان، كندوز، تخار او فارياب ولايتونو ۱۲ ولسوالۍ د طالبانو له كنټروله وتلې دي.