ads

اردوغان: د سوريې په شمال كې به د سولې چينې په نوم عمليات ونه درول شي

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان ټينګار كوي، چې هېواد به يې د سوريې په شمال كې له تېرو څو ورځو راهيسې د كرد ځواكونو په ضد د سولې چينې په نوم پيل شوي عمليات ونه دروي. ده د جمعې په ماښام د وينا په مهال د يادو عملياتو د درولو لپاره ګواښونو او […]

نویسنده: hewadpal
20 تله 1398
اردوغان: د سوريې په شمال كې به د سولې چينې په نوم عمليات ونه درول شي

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان ټينګار كوي، چې هېواد به يې د سوريې په شمال كې له تېرو څو ورځو راهيسې د كرد ځواكونو په ضد د سولې چينې په نوم پيل شوي عمليات ونه دروي.
ده د جمعې په ماښام د وينا په مهال د يادو عملياتو د درولو لپاره ګواښونو او فشارونو ته په اشارې وويل، تركيې چې كوم حركت د كرد ځواكونو په وړاندې پيل كړى، هغه به دوام ولري.
د تركيې د دفاع وزارت اعلان كړى، چې د سوريې په شمال كې يې د عملياتو له پيل راهيسې تر دې دمه ۳۴۲ كرد سرتېري وژل شوي دي.
په همدې حال كې د خوړو نړيوال پروګرام وايي، د سوريې په مرزي ښارونو تل ابيض او راس العين كې د تاوتريخوالي زياتېدو له كبله څه باندې ۷۰ زره كسانو خپلې سيمې پرېښې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA