ads

په كندهار كې يو ځانمرګى بريد كوونكى ونيول شو

د كندهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو په دغه ولايت كې د يوه ځانمرګي بريد مخه نيولې ده. د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو تېره شپه د كندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې يو ځانمرګى بريد كوونكى، چې له چاودېدونكو توكو ډك واسكټ يې اغوستى و، د هغه له لارښود او يوه موټر […]

نویسنده: hewadpal
20 تله 1398
په كندهار كې يو ځانمرګى بريد كوونكى ونيول شو

د كندهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو په دغه ولايت كې د يوه ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.
د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو تېره شپه د كندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې يو ځانمرګى بريد كوونكى، چې له چاودېدونكو توكو ډك واسكټ يې اغوستى و، د هغه له لارښود او يوه موټر سره يو ځاى نيولى دى.
د سرچينې په وينا، د ځانمرګي بريد كوونكي هدف تر دا مهاله روښانه شوى نه دى، خو په دې برخه كې د پوليسو څېړنې روانې دي.
د كورنيو چارو وزارت نه دي ويلي، چې نيول شوى ځانمرګى بريد كوونكى د دولت د كومې وسله والې مخالفې ډلې غړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA