د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ګمرك ته نېږدې تېره شپه د پوليسو او د ولسي جرګې د ځينو غړو ترمنځ د شخړې قضيه په جدي او عادلانه توګه څېړل كېږي.
د نرېندر سينګ خالصه او مريم سليمان خېل په ګډون يو شمېر وكيلان ادعا كوي، چې امنيتي ځواكونو په كابل ښار كې ورسره ناقانونه چلند كړى دى.
دوى له دندې د كورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي مرستيال خوشحال سادات د ګوښه كولو غوښتونكي شول.
په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ټينګار كوي، چې د قانون پلي كول او د امن او عامه نظم خوندي ساتل د پوليسو اصلي دنده او د تېرې شپې قضيه په جدي او عادلانه توګه تر څېړنې لاندې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې مخكې وكيلانو د دوى د موټرونو د تورو ښيښو له سپينولو سره مخالفت كړى او په يو شمېر مواردو كې يې امنيتي سرتېري سپك كړي او وهلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


