د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله درېيمه لوبه په درې – صفر پايلې سره د عمان د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې وبايلله.
ياده لوبه تېره شپه د عمان په پايتخت مسقط كې ترسره شوه.
دا په E ګروپ كې د افغانستان درېيمه او د عمان دوهمه لوبه وه.
افغانستان تر دې وړاندې له قطره هم ماتې خوړلې وه، خو د بنګله دېش په وړاندې ګټونكى شوى و.
افغانستان د فوټبال نړيوال او اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې له قطر، عمان، بنګله دېش او هند سره په E ګروپ كې شامل دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ