په پكتيا كې د افغان ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې درې وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى د وسلو او مهماتو يوه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا هوايي بريد تېره شپه د سيد كرم ولسوالۍ په مربوطاتو كې ترسره شوى دى.
د سرچينې په وينا، په ياد بريد كې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


