ads

ټرمپ: له افغانستانه د امريكايي سرتېرو د وتلو وخت را رسېدلى

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، هغه وخت را رسېدلى، چې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي. ده د پنجشنبې په ورځ يوې ټاكنيزې غونډې ته وويل، په پام كې وه امريكايي سرتېري د لنډ وخت لپاره په افغانستان كې پاتې شي، خو تر دا مهاله نېږدې ۱۹ كاله كېږي، چې په دغه هېواد كې […]

نویسنده: hewadpal
19 تله 1398
ټرمپ: له افغانستانه د امريكايي سرتېرو د وتلو وخت را رسېدلى

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، هغه وخت را رسېدلى، چې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.
ده د پنجشنبې په ورځ يوې ټاكنيزې غونډې ته وويل، په پام كې وه امريكايي سرتېري د لنډ وخت لپاره په افغانستان كې پاتې شي، خو تر دا مهاله نېږدې ۱۹ كاله كېږي، چې په دغه هېواد كې حضور لري.
ټرمپ زياته كړه، اوس د دې وخت دى، چې امريكايي سرتېري له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شي.
بايد وويل شي، چې امريكا ته تراوسه د افغانستان جګړه يو تريليون ډالره تمامه شوې او كه دلته خپل حضور ته دوام وركړي، په كلني ډول به ۴۵ ميليارد ډالره لګښت ولري.
تر دې وړاندې هم د امريكا جمهور رئيس په وار وار له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر ايستلو ټينګار كړى دى او د متحدو ايالتونو د جمهوري رياست په تېرو ټاكنو دا د ټرمپ يو كمپايني شعار هم و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA