يو شمېر نجونو نن د كابل ښار په اميد سبز ښارګوټي كې د چاپېريال ساتنې په هدف د منډې وهلو سيالي ترسره كړه او كثافات يې ټول كړل.
د دغه پروګرام يوه پلانوونكې او د خانه سبز بنسټ مسووله زهرا يګانه له حكومتي مسوولينو غواړي، چې په راتلونكي ژمي كې د هوا د ككړتيا مخنيوى وكړي.
د منډې وهلو په دې سيالۍ كې د لومړي مقام ګټونكې بصيره وايي، د ورزش ترڅنګ پاك چاپېريال هم روغتيا ته ډېر ګټور دى.
په همدې حال كې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې ويانده ليلا ساماني د هوا ككړتيا د مخنيوي لپاره د خپل چمتووالي خبر وركوي.
د نوموړې په خبره، دوى له اړوند ادارو سره په همغږۍ پنځه كلن پلان جوړ كړى، چې له مخې يې د هوا د ككړېدو علتونو ته تر پېژندنې وروسته رسيدګي كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې هر كال په ژمي كې د كابل په ګډون د هېواد د لويو ښارونو هوا ډېره ككړېږي او د ښاريانو د اندېښنې سبب كېږي.
ويل كېږي په كلني ډول څه باندې ۳۰۰۰ افغانان د ككړې هوا له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي.


