د ايتوپيا لومړي وزير ابي احمد نن د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نوبل د سولې جايزه وګټله.
د ناروې په پايتخت اوسلو کې د سولې او نړيوالې همکارۍ ترلاسه کولو لپاره نوموړى د دغې جايزې ګټونكى اعلان شوى دى.
ايتوپيا تېر کال له اريتريا سره د پولې پر سر له هغې ۲۰ کلنې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه، چې په ۱۹۹۸يم کې پيل شوې وه.
ابي احمد د نوبل د سولې د ۱۰۰مې جايزې ګټونكى شوى او په راتلونكې ډسمبر مياشت كې به ورته دا جايزه په اوسلو كې په رسمي توګه وركړل شي.
يادې جايزې ته، چې نېږدې يو ميليون ډالره مالي ارزښت لري، ۳۰۱ كسان كانديدان وو.


