ads

جمهور رئيس غني د كوچيانو د ستونزو پر حل ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، کوچيان يو قشر نه، بلکې د ملي يووالي سمبول دي او بايد ټولې هڅې وشي، چې هغوى په اقتصادي صنعت بدل شي. ارګ تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې جمهور رئيس غني دا څرګندونې د ده په مشرۍ د کوچيانو د ستونزو د حل په […]

نویسنده: hewadpal
19 تله 1398
جمهور رئيس غني د كوچيانو د ستونزو پر حل ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، کوچيان يو قشر نه، بلکې د ملي يووالي سمبول دي او بايد ټولې هڅې وشي، چې هغوى په اقتصادي صنعت بدل شي.
ارګ تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې جمهور رئيس غني دا څرګندونې د ده په مشرۍ د کوچيانو د ستونزو د حل په هدف په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
نوموړى وايي، د کوچيانو د مسايلو د حل لپاره دې د دوى اړوند د اساسي قانون مادې تطبيق او ورته دې د متوازنې پراختيا زمينه برابره شي.
د هېواد جمهور رئيس د کوچيانو ستونزو ته د رسېدنې په خاطر لارښوونه وکړه، چې د کوچيانو چارو د انسجام لوى رياست په رهبرۍ دې د وزارتونو له مرستيالانو د کوچيانو چارو د انسجام کمېټه جوړه او همدارنګه دې له هر وزارته ارتباطي مسوول ياد رياست ته معرفي شي.
جمهور رئيس غني دغه راز لارښوونه وکړه، چې کوچيانو ته دې ملي برنامه تطبيق شي، د هغوى د مالدارۍ، ابيارۍ، صنعت، پوهنې او لوړو زده کړو ستونزې دې حل شي او د ټرانسپورټ په برخه کې دې هم له کوچيانو سره مرسته وشي.
کوچيان وايي، د ښوونځيو، روغتيايي کلينيکونو او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او د څړ ځايونو غصب يې هغه عمده ستونزې دي، چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA