ads

په ننګرهار کې د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی

په ننګرهار کې د کانال شرکت له لوري په دغه ولایت کې د کرل شوو خرما په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی. د کانال شرکت رییس پرویز علیشنګي کلید ته وویل، د جلال اباد د هډې فارم اړوند سیمه کې یې لس کاله وړاندې د عربې اماراتو په مرسته په ۴۰ جریبه ځمکه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 تله 1398
په ننګرهار کې د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی
خرما

په ننګرهار کې د کانال شرکت له لوري په دغه ولایت کې د کرل شوو خرما په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی.
د کانال شرکت رییس پرویز علیشنګي کلید ته وویل، د جلال اباد د هډې فارم اړوند سیمه کې یې لس کاله وړاندې د عربې اماراتو په مرسته په ۴۰ جریبه ځمکه د خرما شپږ ډوله ونې کېنولې، چې شمېر ۲۷۰۰ ته رسي، خو اوس یوازې ۱۶۰ بوټي حاصل ورکوي.
علیشنګی وایي، سږ کال یې د خرما حاصلات د تېرو کلونو په پرتله لس چنده لوړ شوي.
هغه وایي، د کانال شرکت په پلان کې لري چې د ننګرهار په نورو سیمو کې هم د خرما باغونو د جوړول کار پیل کړي او په دې برخه کې يې له متحده عربي امارتو څخه مرسته غوښتې ده.
د کانال رییس زیاته کړه، په ننګرهار کې به سږ کال یو میلیون مېوه لرونکو او غېر مېوه لرونکو نیالیګو تولید ولري، چې دا په دې ولایت کې په لومړي ځل د نیالګو لوړ تولید ښيي.
د خرما د دغه باغ باغوان عبدالقیوم وایي، که ټول بوټي په حاصل راشي، نو له ۵۰ تر ۶۰ ټنه خرما ترې ترې ترلاسه کېږي.
هغه له اړونده ادارو د باغونو د ښې ساتنې په برخه کې د تشکیل د زیاتېدو غوښتنه کوي.
د کانال چارواکي وایي، تر اوسه ورته د مرکزي حکومت له لوري پراخیتايي بودیجه نده ورکړل شوې او ډېر تمرکز يې پر خپلو عوایدو دی، خو زیاتوي که همکاري وشي د کانال په پراختیا کې به مهم رول ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA