ads

په لغمان کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړي په نښه شوي

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې تېره شپه صفر دو قطعې ځواکونو د ملکي وګړو پر کورونو عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت ځایي اوسیدونکي وایي، تېره شپه صفر دوه قطعې ځواکونو د الینګار ولسوالۍ په قلعه ټکه سیمه کې د ځایي اوسیدونکو پر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 تله 1398
په لغمان کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړي په نښه شوي

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې تېره شپه صفر دو قطعې ځواکونو د ملکي وګړو پر کورونو عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت ځایي اوسیدونکي وایي، تېره شپه صفر دوه قطعې ځواکونو د الینګار ولسوالۍ په قلعه ټکه سیمه کې د ځایي اوسیدونکو پر کورونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.
د دوی په وینا د صفر دوه قطعې ځواکونو ځینې کسان له ځان سره ژوندي بېولي دي.
دغه کسان وایي وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او له هېڅ ډلې سره اړیکه نه لري.
د لغمان ولایتي چارواکي هم پېښه تاییدوي.
د دغه ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، د یادې پېښې د څېړلو په هدف یې یو ګډ پلاوی ټاکلی، چې له څېړنو وروسته به یې جزیات له خلکو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې جمهور رییس د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو، چې د صفر دو ځواکونو عملیات یې بند کړل او د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي هم د دغو ځواکونو د عملیاتو په مسله استعفی ورکړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA