د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې پنځوس سلنه خلک له رواني ناروغۍ کړېږي.
د ياد وزارت معين داکټر فدامحمد پيکان د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د رواني روغتيا د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل، د دوی لخوا شوې سروې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې له هر دوو افغانانو يو يې په رواني ناروغۍ اخته ده.
پيکان زياته کړه، دغه سروې په ۲۰۱۸م کال کې په شپاړس ولايتونو کې ترسره شوې، چې له ۱۲ زرو افغانانو څخه شپږ زره يې په رواني ناروغۍ اخته دي.
د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ځان وژنې يو ستر لامل رواني ناروغي ده، چې له همدې کبله په ۲۰۱۷م کال کې کابو ۴۵ کسانو خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی دی.
۴۲ کلنه فريده هغه افغانه مېرمنه ده، چې د ځان وژنې هوډ یې کړی و؛ خو د يو رواني داکتر له خوا ژغورل شوې ده.
مېرمن فريده کليد ته خپل د ژوند کېسه داسې کوي.
له رواني ناروغۍ او د ځان وژنې له ناورين څخه د مخنيوي لپاره په افغانستان کې د ديني عالمانو ونډه مهم برېښي؛ خو د افغانستان د حج اوقافو وزارت يو سلاکار بيا اعتراف کوي، چې په دې برخه کې ديني عالمانو خپل مسووليتونه سم نه دي پرځاي کړي.
په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه، فقر او د بېوزلۍ انتها او همداراز د بې سوادۍ لوړه کچه هغه ژور لاملونه دي چې له کبله يې خلک د ځان وژنې هوډ کوي.