د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند امام الدین رحماني دغه پېښه مني او وایي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د یاد ولایت په دشتي ارچي ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځي ته اور اچوالی، چې له کبله یې د ښوونځي د ودانۍ د سوزېدو تر څنګ ټول میزونه او چوکۍ هم سوزېدلې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو له لوري د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو کې ښوونځي تړل او سوزول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم دغې ډلې د افغان ماشومانو پر مخ ښوونځي تړلي او سوزولي دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو تبصیره نه ده کړه.