ads

د ننګرهار اچین ولسوالي ۹۵ فیصده له داعش وسله والو پاکه شوه

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لور د پیل شوو عملیاتو پر مهال د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې له داعش وسله والو پاکې شوې دي. ولایتي چارواکي وایي، په یاده ولسوالۍ کې له یو میاشتې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي، چې په ترڅ کې یې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 تله 1398
د ننګرهار اچین ولسوالي ۹۵ فیصده له داعش وسله والو پاکه شوه
د افغان ځواکونو عملیات

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لور د پیل شوو عملیاتو پر مهال د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې له داعش وسله والو پاکې شوې دي.
ولایتي چارواکي وایي، په یاده ولسوالۍ کې له یو میاشتې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي، چې په ترڅ کې یې د اچین ۹۵ فیصده خاوره له داعش وسله والو پاکه شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تازه یې د اچین ولسوالۍ د باندر دره په بشپړ ډول له داعش وسله والو پاکه کړه.
خوږیاڼي زیاته کړه، په باندر سيمه کې د داعش وسله والو پټنځايونه او د دوی له لوري ځای پر ځای شوي ماينونه هم په دغو عملیاتو کې له منځه یوړل شول.
ولایتي چارواکي وايي، ژمن دي چې په دې ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال تخریب شوي ځایونه به بیرته ورغوي.
خوږیاڼي وایي، د پاکو شوو سیمو د دایمي امنیت ساتنې لپاره به په یاده دره کې بېسونه او پوستې جوړې شي او پکې به ولسي پاڅوون کوونکي او امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شي.
که څه هم په اچین کې رسمي سروې نه ده شوې، چې د جګړو پر مهال د بې ځایه شوو خلکو او ویجاړو اندازه معالومه کړي، خو ځایي خلک وایي، د تېرو څلورو کلونو د جګړو پر مهال سلګونه کورنه رنګ شوي او د دې سیمې ګڼ شمېر خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
ولسي استوګن له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دلته یو ځل بیا د اوسیدو زمینه برابره کړي.
اچین د ننګرهار یوه ناامنه ولسوالۍ شمېرل کېږي، خو اوس په کې د ځایي خلکو په خبره نسبي امنیت راغلي.
خو امنیتي چارواکي د دې ولسوالۍ د هغه سیمو د پاکیدو خبر ورکوي چې په کې اوس هم د داعش وسله والو ګواښ موجود دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA