په سوریه کې د ترکیې په پیل شوو عملیاتو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
د سوریې د بشري حقونو بنسټ نن پنجشبنه په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د سوریې په شمال کې د ترکیې په تازه پیل شوو عملیاتو کې تر اوسه ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
د دغه بنسټ په وینا، په دغو بریدونو کې اتو ملکي وګړو او د سوریې ۷ ډیموکراټیکو کرد وسلوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په یاد برید کې ۲۸ کرد وسله وال هم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردغان تېره ورځ په سوریه د خپلو تازه عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړ.
بلخوا، امریکا له دغو عملیاتو سره مخالفت ښودلی او ګواښ یې کړی، که ترکیه په سوریه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، نو له سختو اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي.


