ads

شپږیزه کرکټ لیګ: بندامیر ښامارانو امو نهنګانو ته ماتې ورکړه

د شپږیزې کرکټ لیګ په سیالیو کې بندامیز ښارمانو نن امو نهنګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د لوبې پچه د امونهنګانو لوبډلمشر شاپور ځدران وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د امونهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوزېدو ۱۲۰ منډې وکړې، چې ابراهیم ځدران تر ټولو ډېرې یعنې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 تله 1398
شپږیزه کرکټ لیګ: بندامیر ښامارانو امو نهنګانو ته ماتې ورکړه
شپږیزه کرکټ لیګ

د شپږیزې کرکټ لیګ په سیالیو کې بندامیز ښارمانو نن امو نهنګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د امونهنګانو لوبډلمشر شاپور ځدران وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د امونهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوزېدو ۱۲۰ منډې وکړې، چې ابراهیم ځدران تر ټولو ډېرې یعنې ۶۲ منډې وکړې.
بندامیر ښامارانو لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷مه اور کې د درېیو لوبغاړو په سوزېدو سره پوره او خپله لومړۍ لوبه یې وګټله.
د بند امير ښامارانو له لوري ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې فريد احمد ۳، نجات مسعود او ظاهر شهزاد ۲-۲، مجیب الرحمن او باطن شاه بيا ۱-۱ ویکټې تر لاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاوېد احمدي ته ورکړل شوه، چې نن يې ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د يادولو ده چې همدا شېبه د بست ساتونکو او کابل بازانو تر منځ لوبه روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA