د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځانګړو ځواکونو د سرپل ولایت په عمومي لاره کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او له منځه یوړل شو.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وسله والو طالبانو په دغه موټر کې زر کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له خوا شنډ شو.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې یو شکمن کس هم د افغان ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.