د پروان ولایت په مربوطاتو کې کابل ته د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا ستنه نړول شوې، چې له کبله یې پر کابل او نورو ولایتونو د برېښنا جریان پرې شوی دی.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار کلید ته وویل، نامعلومه کسانو د شپې ۱بجه او ۳۰ دقیقې په سالنګ سیمه کې د برېښنا یوه ستنه د ماین چاودنې په وسیله له منځه وړې ده.
د نوموړې په خبره، د برېښنا شرکت کارمندان سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې دغه ستنه بیا ورغوي.
تر اوسه د دغې پېښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې څو ځلې وسله والو طالبانو په بغلان او کندز ولایتونو کې د برېښنا ستنې ورانې کړې، چې په پایله کې یې پر کابل او نورو ولایتونو د څو ورځو لپاره د برېښنا جریان پرې شوی دی.