ads

افغان خبريالان اطلاعاتو ته د لاس رسي له ستونزو سره مخ دي

د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د حکومتي وياندويانو په ګډون، اطلاعاتو ته د لاسرسی نړېواله ور ځ ونمانځل شوه. اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسيون مشر عين الدين بهادري يادې غونډې ته په وينا کې وويل، دغه کمېسيون په چټکۍ سره اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې د حل لپاره کار کوي. نوموړي زياته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 تله 1398
افغان خبريالان اطلاعاتو ته د لاس رسي له ستونزو سره مخ دي

د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د حکومتي وياندويانو په ګډون، اطلاعاتو ته د لاسرسی نړېواله ور ځ ونمانځل شوه.
اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسيون مشر عين الدين بهادري يادې غونډې ته په وينا کې وويل، دغه کمېسيون په چټکۍ سره اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې د حل لپاره کار کوي.
نوموړي زياته کړه، د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه دوی ته ۴۵ شکايتونه رسېدلي دي، چې له دغې شمېرې يوازې ۲۶ يې څېړل شوي.
خو بل پلو يو شمېر افغان خبريالانو له کليد سره په خبروکې وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ستونزې حل لپاره جدي اراده موجوده نه ده.
خبرياله بهشته ارغند وايي، حکومتي وياندويان خپل د علاقې وړ موضوعاتو لپاره مرکې ته حاضرېږي؛ خو له پېچلو او څېړنيزو موضوعاتو څخه تښتي.
همدارارنګه خبريال عصمت افغان بيا وايي، چې د ځينو دولتي اداراتو د وياندويانو له چلند څخه ناخوښ دی.
په ورته وخت کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرايوي مشر صديق الله توحيدي هم د خبريالانو لخوا د شوو ادعاوو پخلی کوي او له حکومت څخه غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون بايد پلی شي.
د کليد راډيو د موندنو پر بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون پخپله د قانوني مهال وېش له مخې خپلې چارې او مسووليتونه نه دي ترسره کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۱۳۹۶ کال کې د افغان حکومت لخوا توشيح شو؛ خو تراوسه پورې د دغه قانون د پلي کېدو لپاره لازمې هڅې نه دي شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA