ads

په مصر کې د تېرو لاریونونو پر مهال ۲۰۰ نیول شوي کسان خوشي شول

د مصر حکومت هغه ۲۰۰ نیول شوي لاریون کوونکي خوشي کړل، چې د سپټمبر پر ۲۰مه د مصري ځواکونو له لوري نیول وو. پر دغو نیولو شوو کسانو تور لګېدلی و چې له اخوان المسملین سره اړیکې لري او د هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي. په ورته وخت کې د قاهرې لویې څارنوالۍ ویلي چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 تله 1398
په مصر کې د تېرو لاریونونو پر مهال ۲۰۰ نیول شوي کسان خوشي شول
د مصر لاریونونه

د مصر حکومت هغه ۲۰۰ نیول شوي لاریون کوونکي خوشي کړل، چې د سپټمبر پر ۲۰مه د مصري ځواکونو له لوري نیول وو.
پر دغو نیولو شوو کسانو تور لګېدلی و چې له اخوان المسملین سره اړیکې لري او د هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي.
په ورته وخت کې د قاهرې لویې څارنوالۍ ویلي چې دوې ورځې وروسته به د ورته لاریونو په تور د یو شمېر نورو کسانو د نیول کېدو عملیات هم پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر میاشتې پر شلمه په مصر کې د واکمن نظام پر وړاندې پراخه لاریونونه وشول او د السیسي د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA